د هلمند ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې د ورښتونو له امله څلور کسان مړه شوې دي. د یادو ولسوالیو خلکو ته د شویو ورښتونو له کبله پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. چارواکو دا نهدي ویلي چې یاد کسان د دې ولسوالیو په کومو سیمو، څه وخت او څه ډول اورښتونو مړه کړې دي. د هلمند له کجکي او بغني ولسوالیو سربېره د دغه ولایت یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم پسرلني ورښتونه پیل شوي چې ځینو سیمو ږلۍ لري او له امله یې سېلابونه هم راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.