د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د چین د دولت مننه کړې چې په افغانستان کې له داخلي بېځایه شویو سره د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر درې میلیونه او دوه نیم لکه دی او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي. که څه هم ژمی ختم شوی، خو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اورښتونه روان دي چې د دغو بېځایه شویو ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.