د لویدیځې اروپا په اسپانیا هېواد کې په چټکۍ د کرونا وبا بیا خپرېدو خلک او چارواکي سخت اندېښمن کړي او وېرولي دي. د فرانسې خبرې اژانس د راپور له مخې، په وروستیو اووه اوونیو کې هره ورځ په دغه هېواد کې ۴ زره او ۹۳۲ مثبتې پېښې ثبتېږي. دا ښیي چې اسپانیا کې په ورځني ډول د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر تر ایټالیا، المان، فرانسې او بریتانیا ډېر زیات دی. راپور کاږي چې اوسمهال له هرو سل کسانو نه ۹۵ هغه یې په کرونا اخته دي، چې دا شمېر بیا په فرانسه کې ۲۴، بریتانیا کې ۱۷، المان کې ۱۳ او ایټالیا کې ۸ تنه دي. د همدې وضعیت له امله اسپانیایي چارواکو یو ځل بیا ځینې بندیزونه لګولي دي.
































