چین له هغو افغان کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې چې له نورو هېوادونو څخه په جبري ډول افغانستان ته استول کېږي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي معینیتونو ترمنځ په درېیمه غونډه کې د چین حکومت ژمنه وکړه چې په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره به سل میلیونه ین مرسته وکړي او د زړه د ناروغانو د درملنې او د تعلیمي بورسیو یا سکالرشیپونه د بیا پیل امکانات به برابر کړي. دا ژمنه داسې مهال کېږي چې له پاکستانه د افغان د وګړو د پناه غوښتنې د سند کارتونو لرونکو کسانو د ایستلو دویم پړاو د اپریل له پنځلسمې نېټې څخه پیل شوی دی.