د افغانستان بین المللي نندارتون مرکز خبر ورکړی، چې د روانې غویي میاشتې په پنځمه نېټه به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو په ګډون د افغان – قزاق ګډ نندارتون پيل شي. یاد مرکز ویلي، چې د دې نندارتون لپاره چمتووالی روان دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري یې هم له چمتووالي څخه څارنه کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی. دغه نندارتون، چې د غویي په پنځمه نېټه پیلېږي چې د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ سرکتونو تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې شي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هم ورته نندارتون د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شو، چې هغه مهال یې مسوولینو پایلې ښې وبللې او د هېواد د صنعت د ودې او پراختیا لپاره ګټور یاد کړی و.