ځینو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه هېواد پرېکړه کړې، چې له نایجیریا څخه خپل څه باندې زر پوځیان وباسي. د راپورونو پر اساس امریکا د خپلو بېپیلوټه الوتکو تر ټولو مهمه اډه هم له یاد هېواد څخه د افریقا لویدیځ ته لیږدوي. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د نایجیریا خلکو د امریکا پر وړاندې په شویو لاریونونو کې له قید او شرط پرته له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه. یادو لاریونکوونکو ادعا کړې وه، چې امریکایي ځواکونه یې په هېواد کې په ناقانونه ډول میشت دي، چې د بېثباتي او استعمار لامل شوی دی.