د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تورخم او سپین بولدک له لارو د ۸۳۷ تنو افغان کډوالو له راستنېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ لیکلي، ۹۰ کورنۍ چې ټولټال ۴۶۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه د تورخم له لارې هېواد ته راستنې کړای شوې دي. د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. له بل پلوه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۶۹ کسان کېږي هېواد ته راستنې شوې دي.