کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان په داریم، جرم او کشم ولسوالیو کې ۲۰۰ جریبه، لغمان کې ۲۶ جریبه، نیمروز کې یو جریب او په بلخ، تخار او هرات ولایتونو کې هم د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي. دې وزارت زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې ځینې کسان د نشه یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي هم دي. یاد وزارت خبر ورکوي، چې امنیتي ځواکونو اته کسان په کاپیسا، درې په تخار، دوه په بغلان او یو کس یې د نیمرزو په دلارام ولسوالۍ کې له اته بېلره خامو نشه یي توکو سره نیولي.