د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ړندو ماینونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او له یادې ډلې یې غوښتنه کړې ده چې باید د ملکيانو د ژوند خوندیتابه په موخه په لارو کې د ماینونو له خښولو ډډه وکړي. اعلامیه کې راغلي، د کندهار د ارغستان ولسوالي خلک وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ په هر ځای کې ماينونه ايښي چې هره اونۍ دوه-درې ماينونه چاودنې کوي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي. یاد کیمسیون ویلي چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې په ياده ولسوالۍ کې د ۴ چاودنو له امله ۲۱ تنه ملکيان وژل شوي او ۲ تنه ټپيان دي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، بشري حقونو کمیسیون له طالبانو په کلکه غواړي چې د نړیوالو بشرپاله حقونو اصول رعایت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
































