په لغمان ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځته شویو سېلابونو دوه تنه مړه کړي او درې تنه نور یې ژوبل کړي دي. د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي ویلي، د مرکز مهترلام په ګډون د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې په دغو سېلابونو کې ۲۲ څاروي تلف شوي، ۱۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او شاوخوا ۱۷۳ کورونه ویجاړ شوي دي. د یادونې وړ ده چې، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده.