د افغانستان الف لوبډله روانه اونۍ سریلانکا الف لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه دغه هېواد ته سفر کوي. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان لوبډلې دغې لوبلړۍ ته د چمتووالي په موخه د کابل په مرکزي روزنځای کې تمریناتي کمپ ترسره کړ او ټاکل شوې د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۸مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.