هندوستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور درې کسان وژل شوي دي. د رشیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د یو فیسبوکي پوسټ له امله د هند په بنګلور ښار کې رامنځته شوې ده. نښته وروسته تر هغه شوې چې د سیمې یو وکیل ته نږدې کسانو پر فیسبوک اسلام ته سپکاوی کړی و. تر هغه وروسته د سیمې اوسېدونکي راټول شوي د وکیل کور ته څېرمه څو ماشینونو ته یې اور ورکړی دی او هغه کسان یې وژلي چې اسلام ته یې سپکاوی کړی و. پولیسو د راټول شویو مسلمانانو د خورولو لپاره له اوښلن ګاز څخه استفاده کړې او د ګډوډۍ جوړولو په تور یې ۱۱۰ کسان له ځان سره بیولي دي.
































