په پېښور کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، چې په دغې صوبه کې د وروستیو ورښتونو له امله د مړو شمېر ۴۶ او د ټپیانو شمېر ۶۰ تنو ته پورته شو. په راپور کې راغلي، چې په خیبرپښتونخوا کې د تېرو اتو ورځو په ورښتونو کې په بېلابېلو پېښو کې په مړه شویو کسانو کې ۲۵ ماشومان، ۱۲ نارینه او نهه ښځې شاملې دي. دغې ادارې ویلي، د ټپیانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی چې ۳۳ نارینه، ۱۶ ماشومان او ۱۱ ښځې دي. د چارواکو په وینا، صوبايي حکومت اغېزمنو کورنیو سره د ۱۱۰ مېلیونه روپیو مرستې خبر ورکړی دی. د بلوچستان په سوېل لوېديځه صوبه کې د صوبايي چارواکو په وينا، د جمعې له ورځې راهيسې سختو بارانونو ۱۵ کسان وژلي او په ګڼو سيمو کې سېلابونه راوتلي دي.