افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ۱۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان يې په کابل کې دوو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل. یادې ټولنې ویلي، د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د دې ټولنې له لوري ورکول کیږي. د دغې ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۱میاشتو کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳زره ۱۳ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې ټولنې له لوري څو تنه په سوري زړه رنځ اخته ماشومان د درملنې په موخه المان ته استول شوي وو.