د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د روزنګ اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري ترکیې هېواد ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادري شوې دي. د هرات د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد نسیم محمدي ویلي، د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې به په لومړیو کې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په ورځني ډول یو قطار وي او د سوداګریزو توکو حجم ته په کتو به یې کچه لوړه شي. په دغو صادراتو کې د تالک معدني ډبرې هم وې، چې د ترکیې مرسینګ ښار ته صادرې شوې. واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې صادارت ترسره کېږي.