طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو خپل ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند محمد عبداللهجان سایق وايي، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه څهناڅه او په بشپړ ډول وران شوي او دوه زره او ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده. دغه راز، په وروستيو ورځو کې د سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي چې د سرپرست حکومت او نړيوالو بنسټونو لهخوا ورسره هېڅ ډول مرسته نهده شوې. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره او ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دي.