د امریکا د استازو جرګې په یوه تاریخي رایه اچونه کې د مرستو هغه بسته تصویب کړې چې له مخې یې اوکراین ته څه کم ۶۱ ملیارد ډالره مرسته برابرېږي. دا په داسې حال کې ده، چې دغه مالي مرسته له زیاتې مودې راهیسې په کانګرس کې ځنډېدلې وه او پرون شنبه په ګډه د دواړو ګوندونو لخوا تصویب شوې ده. د اوکراین لپاره د مرستې دغه بسته به اوس د استازو له جرګې وروسته د امریکا مشرانو جرګې ته ځي چې ګومان کېږي په چټکۍ به تصویب شي. ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د اوکراین لپاره به د مرستو دغه بسته ژر تر ژره لاسلیک کړي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د کییف لپاره د مرستو د دغې بستې د تصویبېدلو هرکلی کړی دی.