د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغان سوداګرو لپاره یې د ایران په چابهار بندر کې یوه ازاده سیمه جوړه کړې ده. د دغه وزارت ویاند وايي، د دغې سیمې په جوړېدو سره په یاد بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د مصونیت په برخه کې ډيرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا دغه سیمه د چابهار او بندر عباس د بندرونو له لارې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي تر څنګ ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي. بل پلو د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ګاونډيو هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو په تړاو په هراخیزو څېړنو ټینګار کوي او وايي، چې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د صادراتي توکو د ښې سیالۍ لپاره باید د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
































