د غزني ولایت په جاغوري او اندړو ولسوالیو کې د دوو طبیعي پېښو له امله ۳ تنه مړه شوي دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جاغوري ولسوالۍ په داود سیمه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې ده سرچینې زیاته کړې چې دویمه پېښه د اندړو ولسوالۍ په غونډۍ سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې ۲ ماشومان مړه شوي دي.
































