د هرات د پاسپورټ امریت مسوولینو ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ امر محمد حسین رحیمي ویلي، چې یاد امریت د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي. رحیمي ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کېږي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.
































