د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د روان کال د اپرېل له ۲۲مې تر ۲۴مې پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییسي به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر، لومړي وزیر او یو شمېر پاکستاني چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. خبرپاڼې زیاته کړې، چې په پاکستان کې له عامو ټاکنو وروسته دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر دا لومړی سفر دی.