د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې یې تر ۵۰۰ ډېر ښځینه او نارینه ډاکټران او روغتیاپالان د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي. دغه سازمان وايي، د بېړنیو ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندي کوونکو روزل شویو روغتیاپالانو له ډلې څخه له ۲۰۰ زیاتې یې ښځې دي. دغه سازمان زیاته کړې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو او بېړنیو حالاتو ته په کتو یې اوس له ۵۰۰ ډېر داسې روغتیا پالان روزلي چې، د بېړنیو حالاتو پر مهال به بېړنو ناروغانو ته د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايي، تازه روزل شوي روغتیا پالان به د افغانستان په مرکزي، ولایتي او د ولسوالیو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د بېړني حالت ناروغانو لپاره د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.
































