د غزني امنیتي مسوولین وايي، چې پرون ناوخته د دغه ولایت په مرکز کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه علي په سیمه کې د یو موټرسایکل او موټر ترمنځ ترافیکي پېښه شوې چې موټرسایکل سپاره دوه تنه ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د څلورمې حوزې اړوند د کابل کندهار پر لویه لار د کچ کلا په سیمه کې د یو بار وړونکي موټر او موټرسایکل ترمنځ ورته پېښه شوې، چې د یادې پېښې له امله هم درې تنه ټپیان شوي دي. امنیتي مسوولینو ویلي، چې د یادو پېښو ټپیان پر وخت د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
































