د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډيويي پېغام کې غوښتنه کړې چې د اقلیم بدلون او نورو پېښو پر وړاندې باید په ګډه د ځمکې ساتنه وشي. ګوترېش ویلي، د ځمکې کره اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا او د بېلابېلو ژویو لمنځه تګ له ګواښ سره مخ کړې ده.