رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د عراق له زمار ښاره د سوریې په شمال کې د امریکا پر نظامي اډې لږ تر لږه ۵ توغندي توغول شوي دي. په دغه راپور کې راغلي د فبرورۍ میاشتې له لومړیو وروسته چې په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې، پر امریکا د بریدونو د درولو اعلان وکړ، دا لومړنی برید دی.