د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي او د ښوونکو د کمښت له امله په دغه ولایت کې ۸۰ زره په شرایطو برابر ماشومان ښوونځیو کې له شاملېدو محروم دي. د مسوولینو په وینا، سږکال یې نږدې ۲۰ زره ماشومان په دولتي ښوونځیو کې جذب کړي او د ډېرو ماشومانو د جذب وړتیا نهلري. د اروزګان د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ دمګړۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځي فعال دي او شاوخوا سل زره زده کوونکي پهکې پر زده کړو بوخت دي. ځينې ښوونکي هم مني، چې د ښوونځیو ودانۍ نشتون له امله، ډېری مهال د درېیو ټولګیو زده کوونکي په یوه ټولګي کې کېنوي.
































