د ترافیکو عمومي ریاست په هېواد کې له ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده. د دغه ریاست د مسوولینو په وینا، دغه برېښنايي مدیریتي طرحه به د هېواد په هغو پنځو لویو لارو کې چې پکې ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي، عملي شي. د ترافیکو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ مدیر وايي، ټاکل شوې چې دغه طرحه د کابل-تورخم، کابل-ګرديز، کابل-هرات، کابل-فارياب او کابل-بدخشان پر لويو لارو د ټرافيکي پېښو د کمښت په موخه عملي شي. د ټرافيکو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ د مدیرپه وينا، په دې طرحه کې د هېواد په مهمو لويو لارو کې د موټرونو د لارښوونې او کنټرول د مرکزونو جوړول، د برېښنايي ټرافيکي نښو نصبول او د چټکتیا د تنظيمولو د دستګاوو يا د سرعت سنجوونکو الو نصبول شامل دي.
































