د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د وچې مېوې په صادراتو کې له ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند وايي، تېر کال د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند، چین، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې وه. د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو ډېرېدل د وچې مېوې د صادراتو په ډېرولو کې مهم ګڼي. په هېواد کې یو شمېر سوداګر بانکي بندیزونه، د سوداګریزو ویزو په ترلاسه کولو کې ننګونې او د هېواد په پولو کې ټرانزیټي او سوداګریزې ننګونې په ۱۴۰۲ زیږیز کال کې د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې له اصلي ننګونو ګڼي.
































