طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې د بندیانو خلاصون پروسه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. اعلامیه کاږي، چې یوه داعشي ډله د افغان حکومت د استخباراتو، ځینې نظاميانو او دغه راز د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدونکي موټر برید وکړي. طالبان وایي، افغان حکومت په دې جنایت سره غواړي چې له یادو زندانیانو غچ واخلي او د سولې پروسه ناکامه کړي. طالبانو په یاده اعلامیه کې څرګنده کړې چې دوی په دې اړه جدي اندېښنه لري او له ښکېلو لوریو غواړي چې د دې ګواښ مخنیوي لپاره اړین او بېړني اقدامات وکړي او کنه د تېروتنې په صورت کې به هغه اړخونه مسوول وي چې په دې برخه کې یې غفلت کړی وي. د یادونې ده چې ولسمشر غني په وار وار د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کېدو انکار کاوه او دا چاره یې تر خپل مسوولیت لوړه ګڼله خو په دې تړاو جوړې شوې لویې جرګې د بندیانو خوشې کېدو سره توافق وکړ او ولسمشر هم د هغوی د خلاصون فرمان صادر کړ چې په هېواد دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو.
































