د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، ۶۷۳ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو هېواد ته را اړول شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، دغه کډوال له را اوښتو سره سم د کډوالو ملاتړ بنسټونو ته هم ور پیژندل شوي او نغدي مرستې هم ورسره شوې ده. اخوا، دغه وزارت له ایرانه هم د شاوخوا ۲ زره افغان کډوالو د را اړول کېدو خبر ورکړی دی. د یوه بل خبر له مخې د خېبر پښتونخوا ویاند وايي، په پاکستان کې په قانوني بڼه د مېشتو افغان وګړو ایستل به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي. پاکستاني رسنیو، د محمد علي سیف له قوله لیکلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو پر بنسټ په پاکستان کې اوسېږي، باید و نه ځورول او و نه ایستل شي. هغه زیاته کړې چې دا ډول اقدمات د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې خرابوي.
































