د سرپرست حکومت له بیاځلې واکمنېدو وروسته په هلمند ولایت کې ۶۷ تولیدي کارخونو فعالیت پيل کړی دی. د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي، د تولیدي کارخونو په فعالیت سره سلګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په دې تولیدي کارخونو کې د پنبې، اوړو پروسس، غوړیو تولید، سابون، کونجاړه، د چرګانو خوراکه او یخ تولیدیږي. هلمند کې د تولیدي کارخونو مسوولین له سرپرست حکومته غواړي، چې تولیداتو ته یې بازار موندنه وکړي. په همدې حال کې په همدې تولیدي کارخونو کې په کار بوخت کسان خوښ دي، چې د کار زمینه ورته برابره شوې. د هلمند صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ تمه ده روان کال په دې ولایت کې د پنبې د پروسس درې نورې فابریکې فعالې شي.
































