د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ښاغلی رییسي به د دې سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، انرژۍ او کرنې په برخو کې به د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې رییسي به پر اسلام اباد سربېره د دغه هېواد ځینو نورو ښارونو ته هم سفر وکړي. په پاکستان کې له عامو ټاکنو وروسته دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر دا لومړی سفر دی.