د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوي. اردوغان به د دغه سفر په ترڅ کې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني او ځینو چارواکو سره وګوري. بغداد ادېښنه لري چې د ترکیې د دجلې او فرات پر سیندونو د نورو بندونو د جوړولو پلان به د عراق د اوبو زیرمې نورې هم کمې کړي. ټاکل شوې د دواړو هېوادونو مشران د کردستان د کارګر ګوند په اړه هم خبرې وکړي، چې ترکیه یوه ترهګره ډله ګڼي. السوداني ویلي، چې د لومړي ځل لپاره بغداد او انقره غواړي مسایل په موازي ډول سره حل کړي.