ازبکستان، افغانستان او امریکا په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یادو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي. په دې غونډه کې همدا راز ویل شوي چې په سیمه کې د افغان سولې په اړه اجماع موجوده ده او ټول ګاونډیان په دې برخه کې همکاري کوي. ازبکستان او امریکا همدا راز ویلي چې دوی به د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري کوي. ازبک لوري ویلي چې د تل په څېر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
































