د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي. سرپرست وزير په دغې کتنه کې ویلي، چې چين د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی، تل یې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کړی او له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو په لټه کې دی. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر له افغانستان سره په مختلفو برخو په ځانګړي ډول کلتوري او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ډاد ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې مس عینک پروژه داسې تطبیق کړي، چې تاریخي او کلتوري اثار پکې زیانمن نه شي او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې کلتوري آثار په یوه هېواد پورې اړه نه لري او د هغو ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی او دغه چاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
































