د رسنیو د راپورونو له مخې په المان، فرانسه او هسپانیه کې د کرونا دویمه څپه پيل شوې ده چې خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي. الماني چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د کرونا ددویمې څپې د پيل لامل د خلکو بې احتیاطي ده. د سرچینې په خبره په وروستیو رخصتیو کې ګڼ المانیان له خپلو کورونو ووتل او تر ډېره د هسپانیې هغو سیمو ته لاړل چې د کرونا وبا له اړخه په سره کرښه کې دي. په المان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په یوه ورځ کې دومره لوړه شمېره نه وه ثبت شوې. په دغه هېواد کې تېره ورځ ۱۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په فرانسه کې ۲۵۰۰ او په هسپانیه کې بیا ۶۷۵ برخې تر سره کرښه لاندې دي. اروپايي حکومتونو له خپلو وګړو غوښتي چې له احتیاط کار واخلي او ټولنیزه فاصله مراعات کړي.
































