د راپورونو له مخې د برېټانیا پارلمان هغه طرحه تصویب کړه، چې له مخې به یې ناقانونه کډوال رونډا هېواد ته استول کیږي. اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د برېټانیا پارلمان تېره ورځ ناوخته، د لومړي وزیر، ریشي سوناک له لوري وړاندیز شوې طرحه تصویب کړې، چې پر بنسټ به یې هغه ناقانونه کډوال چې په قاچاقي بڼه په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته رسېدلي، رونډا ته واستوي. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې دغه طرحه به په راتلونکې جولای میاشت کې پلې شي او د دغو ناقانونه کډوالو قضیې به بیا په رونډا هیوادکې څېړل کیږي.