د سرپل ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې پر څه باندې ٣٠ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت والي د دغې پروژې د پرانیستلو پر مهال ویلي، چې د چارواکو د ژمنې له مخې به سږ کال سرپل کې سل کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. ورته مهال د یاد ولایت د ټولګټو رئیس بیا ویلي، چې د دغه ریاست له لوري د نږدې ٤ میلیونه افغانیو په لګښت سرپل مرکز، بلغلي کلي څخه د کوهستانات ولسوالۍ اړوند علف سفید کلي پورې د ٣٢ کیلو متره په اوږدوالي پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې دي.
































