د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې یاده اداره په افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ ده. په دغه راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت له کبله دغه پروګرام له اړو افغانانو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري. سرچینې زیاته کړې چې له هرو درېیو افغانانو څخه یو یې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی او د دغو کسانو شمېر څه باندې ۱۶میلیونه تنو ته رسېږي. راپور زیاتوي چې افغانستان له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۵۹۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د لوږې مخه ونیسي. د خوړو نړیوال پروګرام له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې له اووه میلیونو هغو کسانو سره چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي، مرستې وکړي.
































