د پنجشېر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د لسګونو قلمه درملو او طبي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له رسنیو په خبرو کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) له لوري د رخې ولسوالۍ له ۴۰ بستریز روغتون سره ۹۲ کارتنه چې لسګونه بېلابېل قلمه درمل او طبي وسایل په کې شامل دي مرسته شوې ده. د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په هېواد کې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمتونه پراخ شوي دي.
































