د احصایې او معلوماتو ملي اداره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال په هرات کې خلکو ته څه باندې ۴۵۴زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د یادې ادارې په خبره په وېشل شویو پېژندپاڼو کې ۲۷۹زره او ۴۳۰ برښنايي او ۱۷۵زره او ۳۰۰ یې کاغذي پېژندپاڼې شاملې دي. دې ادارې د هرات د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو له قوله لیکلي چې هره ورځ شاوخوا ۲۴۰۰ کسان د برښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي. د هرات د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ، په ياد ولايت کې د برښنايي پېژندپاڼو درې څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
































