د ګردیز ښاروالۍ په یاد ښار کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د ګردېز ښاروال ویلي، چې د ښار لومړۍ ناحیې اړوند شیخانو سیمه کې د یو ان هبیتات موسسې په مالي ملاتړ د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي، د یو متر په پلنوالي او د یو متر په لوړوالي سره د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه چې د دغه کانال د رغنیزو چارو پیل سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې به يې په راتلوونکو دوه میاشتو کې بشپړې شي.
































