د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د اوبو د مدیریت لپاره یې منظم پلان جوړ کړی، څو په ټول هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره متوازن انکشاف رامنځته شي. دوی زیاتوي په دغه برخه کې اوسمهال په ۶ لویو بندونو جوړولو کار روان دی، چې په جوړېدو سره به یې د اوبو د مدیریت په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي. همدارنګه دغه وزارت زیاتوي، چې د پرلپسې وچکالۍ لپاره وروستي ورښتونه بسنه نه کوي، خو بیا هم د ځمکې لاندې او روانو اوبو زیاتوالي کې اغېزمن ثابت شوي.