د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د ۱.۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخیز هوکړه لیک د جاپان د (پي ام اس) موسسې له مسوولې فوجیتا ترمنځ لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک له مخې به په نازیانو ولسوالۍ کې د نوموړې موسسې له لوري د ننګرهار سیندیزې حوزې په چوکاټ کې د نهه کیلو متره په اوږدوالي سره څلور کانالونه، ۱۲چینې او یو کاریز په بنسټیز ډول ورغول شي او د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه به ۷ چکډمونه جوړ او په ټولیز ډول به ۱۸۰۶ جریبه ځمکه خړوبه شي. د (پي ام اس) موسسې استازي انجنیر دیدار مشتاق وايي چې د کانالونو د خوندیتوب او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه به استنادي دېوالونه، سیفونونه، د بستر استر کاري، پلې لارې، د اوبو د وېش دروازې، پلګوټي او نورې اړینې برخې هم جوړې شي.