پاکستان تېره ورځ یو وار بیا تر زرو ډېر افغان کډوال له خپل هېواد څخه په جبري ډول را ایستلي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې د غوايي پر لسمه پاکستان ۱۰۰۱ تنه افغانان، چې په دغه هېواد کې اوسېدل، په جبري ډول ایستلي دي. په دغو کډوالو کې ۱۹۱ کورنۍ شاملې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کډوال هېواد ته تر راستنېدو وروسته، د مرستو په هدف یو شمېر موسسو ته ورپېژندل شوي او دغه راز ورسره د سرپرست حکومت له لوري هم مرستې شوې دي.