د میدان وردګو د ورزش مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د اس ځغلونې او نیزه وهلو د سیالیو د پیل خبر ورکوي. د میدان وردګو د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اس او نیزه وهلو سیالۍ د ایاخان لوبډلې لومړۍ او د مهدي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.