د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د دوو چکډیمونو د جوړولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د ارګو ولسوالۍ په ګنده چشمه او د درایم ولسوالۍ د حاجي پهلوان په جوازخانه سیمه کې د دغه ریاست لخوا د ۳ میلیونه ۷۶۲ زره افغانیو په لګښت د دوو چکډېمونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره دا چکډېمونه د سلګونه متره مکعب د اوبو د ظرفیت په لرلو سره د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمې ترڅنګ د موسمي سېلابونو د زیانونو مخه هم نیولی شي.
































