د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد ساحلي ساتونکو د بالیکسیر ښار د ایواجیک په سواحلو کې د عملیاتو په ترڅ کې یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي پېژندلي او نیولي دي. د ۲۰ ماشومانو په ګډون نیول شوي پناه غوښتونکي، د پاملرنې مرکزونو ته لیږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، دغو غوښتونکي په دوو کښتیو کې له ترکیې څخه یونان او اروپا ته «ناقانونه» روان وو. د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي په داسې حال کې په دې مرکزونو کې ساتل کیږي چې په دې وروستیو کې د انتالیا په یوه مرکز کې له پنځوسو زیاتو پناه غوښتونکو د دغه مرکز له ساتونکو محکمې ته د ځورولو او شکنجې په اړه شکایت کړی دی.