د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان ولایتي روغتون ته یې له ۸۰ بسترو څخه ۲۴۰ بسترو ته ارتقا ورکړې ده. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سمنګان ولایتي روغتون ته یې د ریاست الوزرا د حکم په اساس له ۸۰ بسترو څخه ۲۴۰ بسترو ته ارتقا ورکړې ده. خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د یاد روغتون تشکیل له ۱۹۳ څخه ۴۸۱ ته هم لوړ شوی، څو د سمنګان ولایت خلکو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
































