د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې شوې ده. د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د ابو عثمان تالقاني لیسې ځينې برخې ددغه اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې دي. بلخوا د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت هم له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه تایید کړې ده. د نوموړې په خبره په دې پېښه کې د یادې لېسې شپږ درسي او دوې اداري خونې زیانمنې شوې دي. نزهت وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او په خبره یې دا کار د هېواد د پرمختګ او علم د دښمنانانو دی. نوموړې له امنیتي ادارو غوښتي چې ژر تر ژره د پېښې عاملین ونیسي.
































